احسان رضا: ژورټپونه مې اوس ښه شوي دی

 ولید ( خپلواک)

 د تېرې یکشنبې په ورځ د استرالیا او هندوستان د ښځېنه وو لوبډلو ترمنځ فاینل لوبه ترسره شوه.

په یاده سیالۍ کې استرالیا بریا ترلاسه کړه او د پنځم ځل لپاره یې د شل اوریزو نړیوال جام وګټه. په دغه لوبه کې د پاکستان پخوانی ویکټ کيپر او د ۲۰۰۹ م کال تر ټولو ښه لوبغاړی (احسان رضا) هم و، رضا په ۲۰۰۹ م کال کې د سریلانکا په هغه مرګونکي پيښه کې هم شامل و.

رضا وروسته له هغه کوما حالت ته لاړ، کله چې نوموړي پر سږو او زړه مرمۍ وخوړلې. له دې برید وروسته هغه څو میاشتې وروسته هم جوړ نشو خو له یو اوږد ځنډ وروسته بیرته نړیوال کرکټ ته راستون شو او په ۲۰۲۰ م کال کې د ښځېنه و په نړیوال جام کې د لوبڅار په شکل راڅرګند شو.

رضا په مرکه کې ویلي: ((ژور ټپونه مې اوس ښه شوي، د دې برید یاداښت زما لپاره د ژوند یوه بدترینه خاطره ده، کله چې کوم څوګ د دغي پيښې یادونه کوي، زه یې ترې منعه کوم او ورته وایم چې مه یې کوه.))

د یادونې وړ ده چې هغه له برید وروسته کرکټ ته ادامه نشوه ورکولای، نو له همدې امله یې لوبڅارۍ ته دوام ورکړ او اوس په نړۍ کې د مهمو لوبو لوبڅاري په خپله غاړه لري، هغه له یوولس کلن ځنډ وروسته بیرته لوبڅارۍ ته راوګرځېد.