د فرانسې یو فوټبالر انټوان ګرېزمن به نن له بارسلونا سره یو ځای شي

د روخي بلانکو فرانسوي لوبډلې ستوری انټوان ګرېزمن نن د چهارشنبې په ورځ له بارسلونا سره یو ځای شو. پو شمېر ورزشي وېب‌پاڼو خبر خپور کړی چې د روخي بلانکو فرانسوي لوبډلې ستوری انټوان ګرېزمن د لوبو په پای کې له دغې لوبډلې جلا شو او له لوانته سره په سیالۍ کې به د اتلتیکو په لوبډله کې وي.

د اروپا د فوټبال د ټولو معتبرو رسینیو د اعلان له مخې، انټوان ګرېزمن نن په رسمي ډول د ۱۲۵ مېلیونه یورو په ارزښت د یو ۵ کلن تړون له مخې له بارسلونا لوبې سره یو ځای شو.

د یادونې ده چې د ورزش له ډګره دوې سترې او په زړه پورې سیالۍ چې په نړۍ کې ډېر زیات لیدونکي لري، یوه یې هم د کرکټ سیالي ده چې د نړۍ پیاوړې لوبډلې پکې برخه لري، د ګوتو په شمار کلونو کې افغانستان هم دا ویاړ خپل کړی او آی سي سي ورته د کرکټ نړیوالې شوار غړیتوب ورکړ. د کرکټ وروسته بیا فوټبال هغه سیالۍ ده چې دا هم د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ګڼ شمېر کتونکي لري چې هر یو مینه وال یې  د خپل ځان لپاره لوبډلې خوښوي.