موټر سایکل سپرو د هندي لوبغاړي د وهلو هڅه وکړه
فضل رحیم رحیمي؛ هندي رسنۍ وایي، نامعلومو موټرسایکل سپرو د هندوستان د کرکټ د ملي لوبډلې پر مسلمان لوبغاړي محمد شامي برید کړی.
د معلوماتو له مخې خپله شامي ته په دغه برید کې زیان نه دی اوښتی خو د کور ساتونکی یې وهل شوی دی.
پېښه پرون د هند په کلکتې ښار کې شوې ده.
شامې وایي له کوره بهر د موټرو تمځای کې ورسره درو کسانو لفظي شخړه کړې او دی یې ګواښلی وه.
نوموړی وایي، موټرسایکل سپرو کسانو هڅه کوله چې د ده کورته داخل شي.
شامي زیاتوي چې دغه درې کسان د پولیسو تر راتلو وړاندي تښتیدلي وو.
د هندوستان پولیسو د سي سي ټی وي کمرو په مرسته یاد کسان نیولي او اوس ترې څیړنې روانې دي.