ډیرن سمي نن د پنجاب الیونز لپاره لوبه کوي

خبریال: فضل الرحیم (رحیمي)

د ویسټ انډېز کرکټ ملي لوبډلې تکړه الراونډر ډیرن سمي په ای پي ایل لوبو کې د ګنګز الیون پنجاب لوبدلې سره یوځای شو.

ډیرن سمی له دې سیالېو وړاندی په پاکستان سپر لیګ  لوبو کې د پښور زلمي لوبدلې لوبډلمشر و. د نوموړي په لوبډلمشرۍ کې پیښور زلمي د دې سیالېو اتلولي ترلاسه کړه.

نوموړی د کینکز پنجاب لوبډلې لخوا واخیستل شو، خو تراوسه یې د یادې لوبډلې په ګټه لوبې ندي کړي.

 پنجاب لوبډله اوسمهال د شپږو پوینټونه لري چې په جدول کې پنځم ځای لري .

یاده لوبډله به د اپریل په 28 نن د جمعې په ورځ د سن رایزرس حیدرآباد خلاف په موهلي لوبغالي کې لوبه ترسره کړي.

۳۳ کلن سمی لدی وړاندی په ای پی ایل سیالېو کي درویل چلینجر بنګلور او دسن ریزر حیدر اباد لوبډلې لپاره هم لوبیدلې دی .

نوموړی دیسټ اتډیز لپاره په ۶۶ شل اوېزو لوبو کې د ۵۳۴  منډو تر څنګ ۴۴ لوبغاړی هم سوزولي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *