دهلمند فوټبال بي برتر سیالېو په لړ کې  قانون لوبډلې د اتلولۍ جام وګاټه

سيرت

پرون هلمند کې د فوټبال B برتر سياليو پايلوبه کې قانون نوي عمري لوبډلي ته ماته ورکړه او د اتلولۍ جام يې وګاټه.

د ياد ټورنمينټ نيمه پايلوبو ته قانون، نوی عمري، استقلال او اجمل نورزي فوټبال لوبډلې لار وموندله چې قانون د استقلال په ماتولو او نوي عمري د اجمل نورزي په ماتولو سره نيمه پايلوبې ته لار وموندله.

په پايلوبه کي قانون لوبډلي ۴-۲ ګولونو نوي عمري لوبډله ماته کړه او بريا يې خپله کړه.

په ټورنمينټ کې اته لوبډلو، استقلال، قانون، نوي عمري، اجمل نورزي، بولان مرکزي ليسې، هلمند څپاند، بهير نورزي او وطنوال لوبډلو ګډون کړی وو.

هلمند کې د A برتر فوټبال لوبډلو تر منځ د ليګ سيالۍ هم روانې دي چې اته اوونۍ يې پای ته رسېدلي دي.