د افغانستان ۱۹ کلنو د اسیايي سیالیو اتلولي وګټله

تاند- د افغانستان د نولس کلنو کرکټ لوبډلې د اسیايي جام په پایلوبه کې پاکستان ته په ماتې د اتلولۍ کپ وګوټ.

تنکیو افغان لوبغاړو په پایلوبه کې د ۷ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۲۴۹ منډې هدف وټاکه. خو د پاکستان ټول لوبغاړي په ۲۲ اوور او یو توپ په داسې حال کې وسوځېدل چې صرف ۶۳ منډې یې کړې وې.

د افغان نولس کلنو په منځ کې اکرم عليخېل ۱۰۷، رحمان ګوربز ۴۰، ابراهیم ځدراڼ ۳۶ او دروېش ۱۸ منډې وکړې.

اکرم عليخېل ۱۰۷
اکرم عليخېل ۱۰۷
مجیب الرحمن
مجیب الرحمن ځدراڼ نن ۵ پاکستانتي لوبغاړي وسوځول. ده په روان تورنمنټ کې ۲۰ لوبغاړي سوځولي دي

اکرم علیخېل، چې په پایلوبه کې یې ۱۰۷ منډې وکړې، د پایلوبې غوره لوبغاړی او مجیب ځدراڼ، چې په پایلوبه کې ۵ او په ټول تورنمنټ کې ۲۰ لوبغاړي وسوځول، د ټورنمنټ غوره لوبغاړي وپېزندل شول.

2

2افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې خپلې لوبډلې ته د بري مبارکي ویلې او په عین حال کې یې دا د پاکستان لپاره تاریخي ماته بللې ده.

افغان لوبډلې په مالیزیا کې د اسیايي جام په سر لوبو کې هم پاکستان ته په زیات توپیر ماته ورکړې وه.

په دې سیالیو کې افغانستان، پاکستان، هند، سریلانکا، بنګله دېش، متحده عربي امارات، نیپال،او مالیزیا ګډون درلود چې په لړ کې یې افغان لوبډلې یوازې یوه ماته وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *