بریتانیايي بوکسر خپل اوکراینی سیال مات کړ

خبریال: فضل رحیم رحیمی – بریتانیايي بوکسر اینتهونی جوشوا خپل اوکرایني سیال ولادمیر کلچکو ته ماته ورکړه.

بریتانیايي بوکسر تېره ورځ د لندن په ویملي کې خپل سیال ویلادیمیر کلچکو ته په ماتې ورکولو د دروند وزن لرونکي لوبغاړي کمربند پخپل نوم کړ.

۲۷ کلن اینهوني جوشوا خپل سیال ویلادیمیر کلچکو داسي وغورځاوه چې د جګیدو توان یی نه درلود او ماتې ته یې غاړه کېښوده.

دغه بریتانیايي بوکسر تراوسه پخپلو ټولو سیالیو کې خپلو حریفانو ته ماته ورکړې ده  او کومه ماته نلري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *