په خپل میدان کې د لیستر د وروستۍ سیالۍ د ټکټ بیه

تاند- د انګستان د غوره لیګ د مخکښ ټیم لسټر په کور دننه د وروستۍ لوبې د جوړه ټکټ قیمت ۱۵۰۰۰ پونډه په ویب سایټ کې اعلان شوی و او د دوشنبې په ورځ ټول ټکټونه خرڅ شول.

د مې په ۷ ټاکل شوې ده چې لسټر له ایورټن سره سیالي وکړي. د دې لوبې د انفرادي ټکټونو بیه ۳۰۰۰ پونډه ټاکل شوې ده.

لسټر تر دوهم ټیم چې ټاټنهام دی اووه پواینټه مخکې دی او د انګلستان د غوره لیګ یوازې پنځه لوبې پاتې دي. په حقیقت کې لسټر اتلولۍ خپله کړې ده خو لا هم له پاتې لوبو څخه دریو پوایڼټونو ته اړتیا لري.

لسټر به له ویسټ هم، سوانسې او مانچسټر یونایټډ سره هم مسابقې وکړي بیا به راتلونکې میاشت خپله وروستۍ لوبه له ایورټن سه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *