معصومه علیزاده د ارغوان جام اتلولي وګټله

تاند- د نجونو د بايسکل ځغلونې سيالۍ پرون /دوشنبه/ د وري ۲۳/ د معصومې عليزاده په اتلوالۍ پاى ته ورسيدې او د دغوسياليو جام یې ترلاسه کړ.

د ارغوان جام او د شهيدې فرخندې د بايسکل ځغلونې په سیالیو کې معصومې عليزاده لومړى، د کابل ښاروالۍ د ټيم څخه زهرا عليزاده دويم او د پنجشير فروزان رسولي او د کابل ژاله سرمد دريم او څلورم مقامونه وګټل .

په دې سیالۍ کې شلو نجونو بایسکل ځغلوونکو برخه واخیسته. دوی له کابل څخه د پروان ولايت تر ګل غونډۍ پورې په بایسکل ولاړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *