د دوستۍ په جام کې د افغان درنو د فوټبال ټیم ګډون

تاند- د افغانستان په غوږ د درنو فوټبال لوبډله نن /پنجشنبه/ د پاکستان لاهور ته لاړه چې په دغه ښار کې د دوستۍ په جام کې ګډون وکړي.

په دې اتلولیو کې د مالدیپ، هند، پاکستان او افغانستان ټیمونه برخه لري.

دا سیالۍ د ثور په څلورمه پیلېږي او ۶ ورځې دوام کوي.

د افغان درنو له څوارلس کسیز ټیم سره یو ډاکتر، روزونکی یا کوچ او مرستیال روزونکی مله دي.

دا د سیمې د هیوادونو د درنو (په غوږ درنو) د فوټبال لومړنۍ سیالۍ دي چې د کوربه توب ویاړ یې پاکستان ته ورکړای شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *