میچل سټنر: د هند غوره لیګ د ټولو لیګونو په سر کې دی

ولید ( خپلواک )

 د نیوزیلنډ سوکه توپ اچونکی میچل سټنر چې په تیرو فصلونو کې د مهندرسینګ ډوني د لوبډلمشرۍ لاندې د چینایي سوپر کینګز په لوبډله کې ګډون وال و.

 نوموړی په ۲۰۱۸ م کال کې چینایي سوپرکینګز لوبډلې وپيره.نوموړي د سیالیو پيل د راجستان رايلز لوبډلې پر وړاندې وکړ.

 هغه په تیر فصل کې څلور لوبې ترسره کړې وي چې په توپ وهنه کې یې ۳۲ منډې ترلاسه کړې وي او د توپ اچونې په برخه کې یې د نورو بالرانو څخه خورا اقتصادي بالینګ کړې و.

 سټنر د هندوستاني لیګ په اړه ویلي: (( دا د نړۍ د نورو لیګونو په سر کې دی او دا داسي سیالۍ دې چې د نه منلو وړ دي، ځکه په دې لیګ کې د نړۍ بهترینه لوبغاړي لوبیږي او د لوبېدو په بدل کې ډېرې پیسې ترلاسه کوي.))

 یاده دې وي چې هندوستان کرکټ بورډ تیره ورځ رسماً اعلان وکړ چې دیارلسم پړاو آي پي ایل سیالۍ به د هندوستان پرځاې متحد عربي اماراتو کې ترسره کړي، چې اوس د لوبډلو مالکان هڅه کوي ترڅو زر تر زره خپل لوبغاړي په شخصي الوتکو کې متحد عربي اماراتو ته یوسي.