سوریش رینا د ۱۳ م پړاو هند غوره لیګ سیالیو سره بایکاټ اعلان کړ

ولید ( خپلواک )

هندي سوریش رینا چې د هندوستان په سوداګریز یا آی پي ایل لیګ کې د چینایي سوپر کینګز د لوبډلې مخکښ لوبغاړی ،  پرون ماښام یې د نامعلوم دلیل له مخې د ۲۰۲۰ م کال دیارلسم پړا آی پي ایل سیالیو سره بایکاټ اعلان کړ.

سوریش پرون د متحد عربي اماراتو څخه بیرته هندوستان ته راستون شو.

د رینا بیرته راتګ چینایي لوبډلې ته یو بل سخت ګوزار و، تېره ورځ یې د لسو لوبغاړو څخه د کرونا ټیسټ اخیستی و چې یو لوبغاړی یې په کرونا ککړ و. سوریش رینا چې د چینایي سوپرکینګز لوبډلې یو له مهمو لوبغاړو څخه دی، نوموړي په ۲۰۰۸ زیږدیز کال د هند په سوداګریز لیګ کې ګډون وکړ چې تراوسه یې ۱۶۵ سیالۍ ترسره کړي دي.

د کرکټ مشهورې نړیوالې ویب پاڼې په خپل راپور کې لیکلي، چې سوریش رینا د کورنیو ستونزو او شخصي مسایلو له امله بیرته د متحد عربي اماراتو څخه هند ته راستون شوی.

خو هندي مینوال او د چینایي سوپرکینګز ځنې غړي بیا دا خبره تر ډېره سمه نه بولي.
سوریش رینا چې څه موده وړاندې یې د ایم ایس ډوهني څخه وروسته د نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه د ډېرو مینوالو لپاره خورا زړه بدونکی خبر و.  لا تر اوسه  پورې چينایي لوبډلې د نوموړي د بیرته راتګ په اړه څه نه دي ويلي.

یاده دې وي چې د هندوستان هیواد سوداګریز یا آی پي ایل لیګ د راتلونکې سيپټمبر میاشتې په ۱۹ نېټه د هند پر ځاې په متحد عربي اماراتو کې پيلیږي، چې ګډون والې لوبډلې څو ورځې وړاندې متحد عربي اماراتو ته رسیدلی دي.