په بهرنېو سوداګریزو کرکټ لیګونو کې افغانان ولې تر نورو ښه را نیول کېږی؟

 افغان کرکټ لوبغاړي د نړۍ شاوخوا لسو سوداګریزو کرکټ لیګونو کې لوبېږي.  د بنګله دېش د سوداګریزو کرکټ لوبو مشر محمد صلاح الدین وایي، چې په سوداګریزو لیګونو کې تر بنګله دېشي کرکټ لوبغاړو افغان کرکټ لوبغاړي ښه اخېستل کېږي.

 د کرکټ په سوداګریزو لیګونو کې د افغان لوبغاړو بازار ګرم دی او تر بنګله دېشي لوبغاړو ډېر اخېستل کېږي.

 د بنګله دېش د سوداګریز کرکټ لیګ یا بي پي اېل د پړاوونو مشر محمد صلاح الدین کرېک بز وېب پاڼې ته ویلي، چې د افغان لوبډلې توپ اچوونکي هوښیار دي او د نړۍ په سوداګریزو لیګونو کې یې د اخېستلو تقاضا زیاته ده.

 د افغان لوبډلې لارښود انډي مولز ویلي، چې نن سبا د افغان لوبغاړو وړتیاوې په شل اوریزو لوبو کې خورا زیاتې دي او کولای شي، چې خوندورې لوبې نندارې ته وړاندې کړي.

 د نړۍ شاوخوا لسو سوداګریزو لوبوکې افغان لوبغاړي لوبېږي او هر کال اخېستل کېږي.

 محمدنبي عیسی خېل، راشدخان، مجیب الرحمن، قېس احمد، رحمان الله ګربز، نوین الحق او نور احمد هغه افغان لوبغاړي دي، چې د سي پي اېل سوداګریزو کرکټ لوبو کې اخېستل شوي دي.

 دا خبرې په داسې حال کې کېږي، چې د اګسټ میاشتې په ۱۸ مه نېټه د افغان لوبغاړو په شتون کې د ویسټ انډیز سوداګریزې کرکټ لوبې پېلېږي او د سپټمبر میاشت پورې دوام کوي.

 بل پلو افغان لوبغاړي په هندوستان سوداګریز کرکټ لیګ کې هم اخېستل شوي، دا لوبې د سپټمبر په ۲۶ مه نېټه پېلېږي او تر نومبر میاشت دوام کوي.