په بهرنېو سوداګریزو لیګونو کې د افغان لوبغاړو وړتیا بې سارې ده، ځکه یې نوموتې څېرې ستاینه کوي

د بالیوډ نوموتې اداکارې پريټي زینټا د سيټ لوشیا زوکس لوبډله کې د افغان ځوان کرکټر ظاهر خان ستاینه کړې ده. پریټي چې له دې وړاندې یې د افغان سلو توپ اچوونکي مجیب الرحمن چې په مجیب ځدراڼ هم شهرت لري، بیا بیا ستاینه کړې ده او په څو پرلپسې ویډيوګانو کې ښودل کېږي چې پریټي زینټا ته مجیب ځدراڼ د پښتو ژبې څو جملې هم ور ښودلي دي.

پریټي د افغان کرکټر ظاهر خان دا ستاینه د نوموړي په یو سوداګریز لیګ کې د لوبېدا پر مهال کړې ده.

پریټي زینټا زیاتوي: ((د سیټ لوسیا زوکش لخوا د کریکټ ننداره څومره په زړه پورې وه. دا د غوره ټیم هڅې وې چې د مبارکۍ پېغامونه یې خپاره کړل.))

په ورته وخت کې بیا اکاش چوپړا بیا ویلي:
((ظاهر خان په آی پي ایل کې د لوبغاړو په نشتون کې د هرې لوبډلې لپاره ښه بدیل کیدلی شي.))

یاده دې وي چې افغان کرکټر ظاهر خان پکتین د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی دی چې اوسمهال ۲۱ کاله عمر لري.