له پیله تر ننه د کرکټ حیرانونکې لوبې
لیکنه: فضل رحیم رحیمی –
۱ـ په کال ۱۹۸۱ کې اسټرالیا او بریتانیا ترمنځ په ټیسټ کرکټ لوبه کې اسټرالیا توانیدلې وه چې د بریتانیا لوبډله ډیر ژر وسوځوي او په فالواون یی مجبورکړي، په دوهمه پاڼۍ کې بیا بریتانیا لوبډله توانیدلې وه ،چې اسټرالیا ته ماته ورکړي. دا دکرکټ په تاریخ کې لومړی ځل لپاره داسې شوي و،چې یوه لوبډله فالو اون شوي هم وه او مقابله لوبډلې ته یی ماته هم ورکړي وه په دغه لوبه کې پیټرولي پنوم لوبغاړی هم موجود وه.
دوهم ځل لپاره دپیټرولي شتون.
۲ـپه ۲۰۰۱ م کال کې دهندوستان او اسټرالیا ترمنځ په کلکته کې لوبه شوي وه،چې لومړی توپ وهنه اسټرالوي لوبډلې کړي وه،چې ۴۵۵ منډی یی جوړکړي وه.
هندي لوبډلې په مقابل کې ۱۷۱ منډی جوړلوسره فالواون شوي وه،په دوهم انګزکې هندوستان بیادیوی زړه پورې لوبې ورورسته اسټرالیا ته ماتې ورکړي وه،چې په دوهمه پاڼي کې هند ۶۵۷منډو په دجوړولوبریالې شوي وه دادکرکت په تاریخ کې دوهم ځل وه،چې یوه لوبډله فالواون شوي هم وه او سیالۍ یی هم ګټلې وه،ترټولوجالبه خو دا وه،چې په دی لوبه کې هم پیټرولي وه،خوداځل یی دلوبڅار دنده پرغاړه لرله ،چې دی دواړو ریکارډونوکې دی موجود وه.
۳ـ د کرکت په تاریخ کې د دوو بالونولوبه.
دکرکټ په تاریخ کې دوه ځله داسی شوي دي لومړی په ۱۹۹۲کې دسري لنکا او دهندوستان ترمنځ په یوه ورځنې لوبه کې چې تېزباران له امله لوبه بیا نه وه ترسره شوي،په دغه لوبه کې دهندجوګل سري ناتهه هم دلوبډلې یولوبغاړی وه.
بیاځل دسري ناتهه موجودیت.
دوهم ځل بیا دنيوزلينډ اوبریتانیا ترمنځ په یوه ورځنې نړیوالې لوبه کې هم دوو توپونولوبه شوي وه،جالبه دا وه چې دی سیالۍ کې بیا جوګل سري ناتهه د لوبڅار په صفت موجود وه، دغه لوبه هم دباران ښکارشوي وه
۴ـ ډیويد سټیلي د جان سټیلي په وړاندې
۱۹۷۸په فرسټ کلاس لوبو کې ډیودسټيلي ۳۱ انګزونووپه لوبولوسره۱۱۸۲منډې جوړې کړې وې چې دبیټنګ اوسط سس ۳۸،۱۲ وه جالبه دا وه چې دده کوچني ورورجان سټیلي هم په دغه لوبو۳۱ ایننګزونوکې ۱۱۸۲ منډی کړي وه چې دده اوسط هم ۳۸،۱۲وه، چې د دواړو ورورنو داریکارډ اوسه پوری هم چانده مات کړي.
۵ـ ددوو لوبډلمشرانوکليزه
اشیزلوبوکې اسټرالیا اوبریتانیا ډېر په زړه پوری لوبي ترسره کوي په ۱۹۶۵کې داشیزلوبو په دوران کې آسٹریلوی کپتان جو ڈرالنگ او بریتانیايي کپتان سټینلې جیکسن دواړه ۲۱ نوامبر۱۸۷۰ کې زیږدلې وه او دواړه دخپلو لوبډلو لوبډلمشران هم و.