انظمام الحق: تر ۸ او یا له دې څخه زیات بدلون پاکستانۍ لوبډله بربادۍ لور ته وړي

ولید ( خپلواک)

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړی انظمام الحق وایي امیر او ریاض دی په لوبډله کې شامل شي. پاکستان کرکټ ملي لوبډله په خپل کور کې د بنګله دیش لوبډلې سره درې شل اوریزې یوه پنځوس اوریزه او دوه ټیسټ لوبې لري. د اوسنیو معلوماتو له مخي پاکستان کرکټ لوبډله غواړې ډېر بدلونونه په لوبډله کې راولي چې له دې نظر سره د پاکستان پخوانی لوبغاړی (انظمام الحق) هم غږی نه دی.

 هغه په خپل یوټیوب چېنل د خپرې کړې فلمبردارۍ مرکه کې ویلي: ((ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکول او په لوبډله کې ډېر بدلون راوستل دا په لوبډله منفي اغیزې کولای شي، هغه زیاتوي مونږ راتلونکي شل اوریزه نړیوال جام لپاره باید پر پخوانیو لوبغاړو ډېره تکیه وکړو.))

 

 هغه د بورډ د چارواکوڅخه غوښته وکړه چې باید دبنګله دېش خلاف په شل اوریزه لوبه کې پر محمد امیر او وهاب ریاض ډېر باور وکړي. انظمام الحق په ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام کې هم وهاب ریاض او محمد امیر په لوبډله کې ځای کړي و.

 هغه وایي زه په څرګنده نه وایم چې دوی ته به ځای ورنه کول شي، خو باید له پامه ونه غورځول شي؛ ځکه دا یوه ښه جوړه ده خو تر اتو یا د ده څخه زیات بدلون لوبډله د بربادۍ لور ته وړلی شي.