لغمان کې د سپورتې ودې لپاره اساسي هڅې روانې دي

دا ټکی لغمان والي عبدالجبار نعیمي نن د مرکز په ګډون د پینځه ګونو ولسوالیو د کرکټ د منتخبو لوبډلو د یو شمېر لوبغاړو سره د یوې ځانګړې کتنې پر مهال په داسې حال کې وکړې چې د لغمان د کرکټ بورډ د ادارې مسول میوند مجاهد او د همدې ادارې مرستیال محمد جمیل ستانکزي هم شتون درلود.

پیل کې میوند مجاهد، محمد جمیل ستانکزي او د لوبغاړو په استازۍ د پینځه ګونو ولسوالیو لوبډلمشرانو په وار سره د خپلو خبرو پر مهال په لغمان کې د کرکټ او نورو سپورتي لوبو د پرمختګ او د لوبغاړو د هڅونې او تشویق په برخه کې د لغمان والي عبدالجبار نعیمي د هڅو، تلاشونو او خاصې توجو د درلودو ستاینه او قدرداني وکړه او زیاته یې کړه چې تر دې دمه د دوی په شان ډېر کم چارواکي دي چې د لوبغاړو د هڅونې لپاره داسې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

2ښاغلي ستانکزي په خپلو خبرو کې د ولسوالیو په کچه د کرکټ تېرې سیالۍ ته په اشارې وویل چې هغه ټورنمنټ یې د سولې د پیغام د لېږد په موخه جوړ کړی و کوم چې د مرکز د لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېد.

دوی په خپلو خبرو کې له ولایت مقام څخه وغوښتل، څو په ولسوالیو کې د لوبغاړو لپاره د کرکټ د محلي لوبغالو او اکاډمیانو په جوړولو کې مرسته وکړي او په دې برخه کې د مرکزي مقاماتو په ځانګړې توګه د افغانستان د کرکټ بورډ د ادارې خاصه توجو را جلب کړي.

د دوی د خبرو تر اورېدو وروسته لغمان والي عبدالجبار نعیمي ټولو ته د دغه سیالۍ د ښه تر سره کېدو له امله مبارکي وویله او تر څنګ یې زیاته کړه تاسې هغه اتلان یاست چې د مایوسۍ، ورانکارۍ، وحشت، دهشت او د نشه یي توکو پر وړاندې په مېړانې سره مبارزه او د دې تر څنګ خلکو ته د ملي یووالي او ژمنتیا پیغام ورکوئ.

ښاغلي نعیمي وویل چې تر روغتیا وروسته ورته د پوهنې او ورزش برخې ډېرې مهمې دي او په دې اړه به د بنیادي پروژو او چارو په تر سره کېدو کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي. نوموړي زیاته کړه چې د ځوانو ورزشکارانو استعداد یې دې ته هڅوي څو په لغمان کې په نړیوالو معیارونو د برابر لوبغالي په جوړېدو کې خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي.

د یادونې ده چې د دغې ځانګړې کتنې په پای کې د مرکز په ګډون د پینځه ګونو ولسوالیو لوبغاړو ته د لغمان والي له لوري نغدي مرسته هم وویشل شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *