افغانستان په ۵ ویکټونو ایرلنډ مات کړ

تاند- افغانستان د متحده عربي اماراتو د صحرا کپ په لومړۍ مسابقه کې د آیرلنډ پیاوړي ټیم ته په ۵ ویکټونو او ۸ توپونو ماتې ورکړه.

د دې سیالۍ پچه آیرلنډ وګټله او د ۶ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې یې افغانستان ته ۱۲۶ منډې هدف وټاکه.

خو افغان لوبغاړو په ځانګړي ډول دوو اوپینرانو محمد شهزاد او نجیب تره کي د سیالۍ له هماغه پیله آیرلنډي لوبغاړو ته وښوده چې دا هدف په اسانه پوره کولی شي.

دوی دواړو ۶۰ منډې جوړې کړې.

که څه هم کیپتان اصغر ستانکزی ژر وسوځېد خو سمیع الله شینواري په ۱۵ توپونو ۱۳ منډې وکړې.

د افغانستان ویاړ ال راونډر لوبغاړي محمد نبي د افغانستان بری یقیني کړ. ده یوازې په ۱۷ توپونو ۲۶ منډې وکړې. محمد نبي چې په باولینګ کې یې هم ۲ لوبغاړي سوځولي ول، په بیټنګ کې ۲ شپږیزې او یوه څلوریزه ووهله او تر پایه ونه سوځېد.

تکړه لوبغاړی نجیب ځدراڼ، چې توقع وه ډېر مخکې میدان ته راوتلی او د خپلو نندارچیانو اندېښنې یې ختمې کړې وای، په ۱۱ توپونو ۱۱ منډې وکړې او تر پایه پاتې شو.

ګلبدین نایب د توقع خلاف په ۷ توپونو ۲ منډې وکړې او وسوځېد.

په باولینګ کې د تل په شان راشید خان او محمد نبي وځلېدل. راشید خان ۲ لوبغاړي وسوځول او په ۴ اوورونو کې یې ۲۲ او محمد نبي په ۴ اوورونو کې ۲۷ منډې وکړې. ده هم ۲ لوبغاړي وسوځول.

مګر تر دوی دواړو امیر حمزه لږ منډې ورکړې. امیر حمزه نه یوازې دوه لوبغاړي وسوځول بلکې په ۴ اوورونو کې یې یوازې ۲۱ منډې ورکړې.

دا بری د افغانستان لپاره زیات اهمیت لري ځکه چې سکاټلند ته په روان ټورنمنټ کې په نسبي ډول تر نورو د غښتلي ټیم په سترګه کتل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *