د افغانستان او هند د ټیستلوبې ځای او نېټه وټاکل شول

تاند- هند د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې له افغانستان سره به د هند د کرکټ د ملي لوبډلې لومړنۍ ټیسټلوبه د جون له څوارلسمې تر اتلسمې د بنګلور په چیناسوامي لوبغالي کې وشي.

د هند د کرکټ کنټرول بورډ او د افغانستان کرکټ بورډ مسوولانو د سې شنبې په ورځ وویل چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به لومړنۍ ټیست مسابقه په هند کې وکړي.

د هند د کرکټ کنټرول بورډ (BCCI) سرپرست سرمنشي امیتاب چودري اې این آی اژانس ته وویل«بي سي سي تل د افغانستان د کرکټ ملاتړ کړی دی.»

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرايي ريیس شفیق الله عصمت ستانکزي وویل «د دې خبر، چې افغانستان به لومړنۍ ټیست مسابقه له هند سره په هندوستان کې کوي، هومره هرکلی وشو او پرې خوښي ښکاره شوه لکه څومره چې افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ.»

په ۲۰۱۷ م کال د کرکټ نړیوالې شورا افغانستان او آیرلنډ ته بشپړ غړیتوب ورکړ چې پر اساس یې دواړه ټیمونه ټیسټلوبې کولی شي.

دې ځای ته د افغانستان د کرکټ رسېدا د افغانانو له پراخ هرکلي سره مخامخ شوه.

ستانکزي همداراز وویل«دا زموږ د کرکټ لپاره یو لوی پرمختګ دی او ورسره د افغانستان د کرکټ بڼه بدله شوې ده.»

د هند د کرکټ د ادارې سرپرست وویل چې د افغانستان او هند د کرکټ لوبډلو ترمنځ مسابقه به د افغانستان او هند د دوستۍ سریز (لړۍ) ونومول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *