په سږني آي پي ایل کې د اسټرالیا لوبغاړو راچ چلیږي
ولید خپلواک
ټاکل شوې راتلونکې پنجشنبه د هندوستان کورني کرکټ لیګ یا ای پي ایل ته د لوبغاړو رانیولو پروسه د هند په کلکتې ښار کي ترسره شي.
په دغه لیلامۍ کې تر اوسه د اسټراليا کرکټ ملي لوبډلې زیات لوبغاړي شارټ لیست شوۍ دي، چې له ډلې یې، پټ کومینز، جوش هزلیووډ، کریس لین،مچل مارش، او ګلېن میکسویل، په اوچت نرخ، د دې ترڅنګ سویلي افریقایې ، ډیل سټین، سریلانکایې انجلا میتویز ، هغه لوبغاړي دي چې په راتلونکې نیلامۍ کې د قیمتې لوبغاړو په لیست کې شامل شوۍ دي.
له ۹۹۷ لوبغاړو څخه چې (ای پي ایل) لیلامۍ ته یې نوم لیکنه کړي وه، ۳۳۲ یې په لیست کې شامل شوۍ دي، چې پکې ۱۸۶ هندي لوبغاړي، ۱۴۳ بهرني لوبغاړي او د اسیا څخه یوازې درې لوبغاړي شتون لري، ۳۵ یې د استراليا څخه ۲۳ یې د سویلي افریقا څخه، ۲۲ یې د انګلستان څخه، ۱۹ یې د ویسټ انډیز څخه ، او یوازې ۱۸ لوبغاړي د نیو زلینډ څخه شارټ لیسټ شوي دي.
له افغانستان څخه ۷ او د بنګله دیش څخه ۵ هغه لوبغاړي دي چې شارټ لیسټ شوي دي. په دې کې به د زیمبابوۍ څخه هیڅ کوم لوبغاړي ونه لیدل شي. په هندۍ لوبډله کې پخوانې (رابین اوتپا) هغه لوبغاړي دي چې په لوړ قیمت ۱،۵ کروړه به لیلامۍ کې وپيرل شي، زیات نور لوبغاړي هم په ګوته شوي چې په راتلونکي (ای پي ایل) بولۍ کې به په مناسب قیمتونو واخیستل شي او د ۱۹ کلنو له ډلې څخه به بیا کوچنې افغان بالر نور احمد لکڼوال، چي اوس د څو ورځو کم ۱۵ کالو دی او دی به د ای پي ایل په بولۍ کې تر ټولو کمر عمره لوبغاړی وي.
بل پلو د هندوستان د ۱۹ کلنو څخه لاندې لوبغاړي شارټ لیسټ شوۍ دي: یاشسوي جاسوال ، پریم ګارګ ، تلک ورما ، شوبنګ هیګډي ، روی بشنوي ، آکاش سینګ ، کارتیک تیاګي او سوشانت مشرا.