ماریو ولاویران د هند غوره لیګ سنرایزرز حیدرآباد کوچېنګ غواړي
ولید (خپلواک)
د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې پخوانی روزونکی او د اوږدې مودې څخه پاتې (ماریو ولاویران) له خپلې دندې څخه استعفا کړی.
هغه ته د هند په تجارتي لیګ سیالیو کې د سنریرز حیدراباد مشرانو د کوچینګ په برخه کې وړاندیز کړی.
ماریو وویل: ((ما د بنګله دیش بورډ ته خپله استعفا سپارلی، د زیمبابوې لوبلړ به زما لپاره د بنګله دیش وروستۍ روزنه وي، هغه زیاتوي دا زما لپاره ډېر ښه فرصت دی چې زه د هندوستان په پریمېر لیګ کې د سنریزرز حیدراباد لپاره روزونکی شم او خپلې تجربې د نامتو لوبغاړو سره شریکې کړم .))
بل پلو د بنګله دیش کرکټ بورډ اجرایوې مشر نظام الدین چودري وویل:
(( ماریو فقط د آی پي ایل لپاره رخصت غوښته، خو اما مونږ ورسره موافقه ونه کړه.))
چودري زیاته کړه: (( مونږ له ماریو سره درې کلن تړون لاسلیک کړی، باید له ملي لوبډلې سره پوره وخت تېر کړي، مونږ اجازه نه ورکوو چې هغه د هندوستان په تجارتي سیالیو کې د سنریزرز د لوبډلې روزونکی شي.))