مانچستر یونایتید ته د تاتنم ۳ صفر ماتې

تاند- د انګلیستان د غوره لیګ د سیالیو په دوام کې نن /یکشنبه/ د لندن تاتنم په یوه په زړه پوري سیالۍ کې مانچستر یونایتید ته ۳ په صفر ماتې ورکړه.

دې بري د تاتنم ځای د انګلیستان د غوره لیګ په جدول کې دوهم ته ورساوه.

2تاتنم ۳۳ لوبې کړي او ۶۵ امتیازونه لري. تر تاتنم وړاندې لیسیستر دی چې په ۳۳ مسابقو کې یې ۷۲ امتیازونه ګټلي او تقریباً د انګلیستان د فوټبال د غوره ټیمونو اتلولي یې کره شوې ده.

لیسیستر نن /یکشنبه/ سندلند ته ۲ په صفر ماتې ورکړه.

په یوه بله مسابقه کې لیورپول ستوک ته ۴ پر ۱ ماتې روکړه.

د انګلیستان د غوره لیګ په روانو سیالیو کې تراوسه پوري تر ټولو زیات ګولونه تاتنم وهلي دي. په لیست کې یې وینئ. (GD د ګولونو توپیر)

له تاتنم وروسته ارسنل دی خو ارسنل لا ۳۲ لوبې کړي مګر امتیازونه یې ۵۹ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *