د ښځينه وو د فوټبال په نړيوال جام کې امريکا د څلورم ځل لپاره اتله سوه
احمد مسعود
د ښځينه فوټبال نړيوال جام فاینل لوبه نن ماښام د امريکا ښځينه فوټبال لوبډلې او نیدرلند ښځينه فوټبال لوبډلې ترمنځ ترسره سوه چې لوبه د امريکا ښځينه فوټبال لوبډلي 0-2 وګټله.
امريکا تر دې مخکې په ښځينه فوټبال نړيوال جام درې ځلې اتلولي ترلاسه کړې، لومړی په 1991م، دوهم په 1999م او دريم ځل په 2015 م کال کي ترلاسه کړې وه او اوس د څلورم ځل لپاره په 2019 کال کې هم دا اتلولي په خپل نامه کړې.
د ياد نړيوال جام اتم پړاو سيالۍ د فرانسې په کوربتوب د ۲۴ لوبډلو ترمنځ پيل سوي وې چي پکې، فرانسه، نایجریا، کوریا، ناروې، چین، جرمني، جنوبي افریقا، هسپانیا، آسټرالیا، برازیل، ایټالیا، جیمیکا، آرجنټاین، انګلستان، جاپان، سکاټلنډ، کېمرون، کاناډا، ندرلېنډ، نیوزیلېنډ، چیلي، سویډن، ټایلېنډ او امریکا ګډون درلود.