د ۱۹ کلنو اسيا جام لوبي راتلونکې مياشت په سريلانکا کي پيليږي
سمیع سیرت
د ۲۰۱۹ کال آسيا جام لوبې د اګسټ مياشتي په اته ويشتمه نېټه په سريلانکا کې د اته هيوادونو تر منځ ترسره کيږي.
افغانستان، هندوستان، پاکستان، سريلانکا، بنګلخ دېش، کويټ، نيپال او عربي متحده امارات د روان کال نولس کلنو آسيا جام لوبو ګډون وال هيوادونه دي.
دغه سياليو ته عربي امارات، کويټ او نيپال د غوراوي سياليو له لاري غوره شوي دي، افغانستان، هندوستان، پاکستان، سريلانکا او بنګله دېش د بشپړ غړیتوب لرونکو هيوادونو په حيث لوبيږي.
يادې سيالۍ د پنځوس اورونو په فارمټ کي د اګست مياشتي په اته ويشتمه نېټه پيل او د سپټمبر په اتمه نېټه به پای ته ورسیږي.
د يادولو ده چې افغانستان په ۲۰۱۷ کال کي د نولس کلنو اسيا جام لوبو د اتلولۍ جام ګټلی وو.
بلخوا د ۲۰۱۸ کال آسيا جام اتلولي بيا هندوستان ګټلې و.