د افغان کرکټ ملي لوبډلې کوم لوبغاړي د سچن ټګنډولکر ریکارډ مات کړی؟

انډین ایکسپریس لیکلي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې توپوهونکي اکرام علي خېل د هندوستان د تکړه لوبغاړي سچن ټنډولکر ریکارډ مات کړ.

علي خېل د ۲۰۱۹ میلادي کال د نړيوال جام سيالېو په لړ کې د افغانستان او ویسټ انډیز تر منځ په وروستۍ لوبه کې په اتلس کلنۍ کې وکړای شول چې افغانستان ته ۸۶ منډې وکړي.

انډین ایکسپریس ويلي چې که څه هم هغه سیالي افغانستان وبايلله، خو علي خېل د ټنډولکر په پرتله ښه لوبه وکړه.

ورځپاڼې لیکلي، ټنډولکر په اتلس کلنۍ زیات عمر کې د کرکټ په نړيوال جام سيالېو کې په ۱۹۹۲میلادي کال کې د زمبابوې پر وړاندې وکړای شول چې ۸۱ منډې جوړې کړي.

کرکټ ورلډ:

کرکټ ورلډ ورځپاڼې همدې موضوع ته پام کړی او د اکرام له قوله يې لیکلي چې وايي ((د ۸۶ منډو په جوړولو ډېر خوشاله دی.))

افغانستان د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ نړيوال جام په سیالېو کې ټولې اته لوبې بايللي دي، خو د ورځپاڼې په وینا، د کرکټ د مینه والو تر منځ د ناهيلېو تر څنګ د علي خېل ریکارډ دوی ته د ویاړ احساس ورکړی دی.