فوټبال: له سنګاپور سره د افغانستان مهمه سیالي

تاند- د افغانستان د فوټبال ملي ټیم نن په ایران کې د سینګاپور د فوټبال له ملي ټیم سره مخامخ کېږي.

که څه هم افغانستان د فوټبال نړیوال جام سیالیو ته د رسېدو چانس له لاسه ورکړی خو که نن یې سینګاپور ته ماتې ورکړه د اسیايي جام سیالیو ته یې لار اسانېږي.

د افغانستان لپاره د سینګاپور د ګټلو تر څنګ د تاجکستان او قرغیزستان او همداراز د برما او لبنان د مسابقو پایلې هم مهمې دي.

که قرغیزستان وکړای شي چې تاجکستان ته ماتې ورکړي یا سیالي ورسره مساوي کړي، د سینګاپور په وړاندې د افغانستان بری افغان ټیم بل پړاو ته رسوي.

همداراز که لبنان برما ته په ډېر توپیر یا ډېرو ګولونو ماتې ورکړي، د سینګاپور په وړاندې د افغانستان بری بل پړاو ته د افغان لوبډلې له رسېدو سره مرسته کوي.

2سینګاپور په خپل هیواد کې افغانستان ته ماتې ورکړې او ۳ امتیازونه یې ترلاسه کړي دي. له همدې کبله نننۍ مسابقه د افغانستان لپاره زیاته مهمه ده.

ګومان کېږي چې سینګاپور به نن هڅه وکړي چې دفاعي لوبه وکړي ځکه که یې لوبه مساوي کړه، ګټه به یې کړې وي.

په نننۍ مسابقه کې د افغان ټیم احتمالي جوړښت:

ګولکیپر: اویس عزیزي

دفاع: حسن امین، سید محمد هاشمي، مسیح سیغانی، مجیب جمالي

سنټر اف او فارود: اباسین علی خیل، کنشکا طاهر

سنترل فارود: فیصل شایسته، یوسف شیردل، زبیر امیری

حمله کوونکی فارود: خیبر امانی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *