د هسپانیا د سوپر کپ د دریو سرو لوبو وختونه اعلان شول

محمود خان منندوی

 والنسیا – ریال ماډریډ | د جنورٍ 8مه، د شپې 11:30 بجې

 بارسلونا – اټلاټیکو ماډریډ | د جنوري 9مه، د شپې 11:30 بجې

 پایلوبه| د جنورٍ دوولسمه د شپې 10:30 بجې

مارکا ورځپاڼي ویلي دي، چ« ریال ماډریډ د دې فصل تر ختم وروسته غواړي اشرف حکیمي بیرته کلب ته انتقال کړي.

 اشرف حکیمي اوس په ډورټمنډ کي په قرضي توګه لوبیږي او دا فصل یي د ډورټمنډ ښې لوبې کړي دي.

بارسلونا د ریال ماډریډ هدفي لوبغاړی رانیسي!

 تېره شپه د هسپانیا د الچیرینګیټو تلویزیون یوه کارپوه انډا ډېره عجیبه او جالبه ادعا وکړه، هغه وویل:  بارسلونا اوسمهال و پاریس سېنټ جرمن ته د کیلیان امباپي د رانیولو په هدف یو وړاندیز کوي، چې ګرییزمان + ډیمبلي او 120 میلیونه پکې شاملې دي.

 دا ادعا په داسې حال کې کېږي، چې ډیمبلي او ګرییزمان دواړه د بارسلونا لپاره هغسې ګټور نه دي تمام شوي، چې څنګه د دې کلب مسؤلینو هیله درلوده.

 بل خوا په پاریس سېنټ جرمن کي د امباپي ځلیدو د ډېرو کلبونو پام ځانټه اړولی دی، چې تر ټولو جدي مشتري یي ریال ماډریډ یادیږي.