مکسویل له هندۍ نجلۍ سره

ولید خپلواک

 د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې تکړه الراونډر ګلین مکسویل د هندۍ جینۍ سره کوژده وکړه. مکسویل له دوو کلونو راهیسي د میرمن ویني رامن سره اړېکې درلودې او اوس یې د ګډ ژوند پرېکړه وکړه.

رامن د استرالیا په میلبورین ښار کې میشته ده، هغه د خپل راتلونکي ژوند لپاره استرالیایي ګلین مکسویل وټاکه. د استرالیا د کرکټ پیاوړي الراونډور لوبغاړي ګلین ماکسویل له خپلې یوې هندۍ ملګرې ويني رامن سره کوژده کړې ده او ويل کېږي چې مکسوېل به په راتلونکې اوونۍ کې له هغې سره واده هم وکړي.

مکسوېل د هغه کوژدنې ویني رمن د خپلې کوژدې عکسونه پر ټولینزې وېبپاڼې انسټګرام خپاره کړي دي، چې په عکسونو کې ښکاري، چې مکسوېل له وني رمن سره کوژده کړې ده او هغې ته یې د کوژدې ګوتمه په لاس کړې ده.

وني رمن هم پر خپل اکونټ له مکسوېل سره اخیستی یو عکس خپور کړی دی او ورسره لیکلي یې دي، چې هغې له مکسوېل سره کوژده کړې ده او ليکلي یې دي چې (زما د خوښې وړ کس تېره اوونۍ ماته د واده ویلي دي.)

د استرالیا دغه مخکښ لوبغاړي ته په ټولنیزو رسنیو کې د مبارکۍ پيغامونه ورکول شوې دي. مکسویل او رمن به د مارچ میاشتې په اوږدو کې سره واده هم وکړي.