ورزش د سولې او ملي یووالي په ټینګښت کې بنسټیز رول لري
خبرپاڼه –
دغه ټکی خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي نن پنج شنبه د اسماعیل خېلو ـ مندوزیو او تڼيو ولسوالیو اړوند سیمه کې د المپیک امریت په چوکاټ کې د ځغاستې فدراسیون په نوښت جوړې شوې سیالۍ له امله راټولېدنې ته په ډاګه کړ.
هغه مراسم چې په همدې موخه یادو د ولسوالیو اړوند سیمه کې دنوي جوړېدونکي ملکي نړیوال هوایي ډګر په ځغاست لیکه جوړ شوي وو، په کې خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي،د قومونو او قبایلو په چارو کې د اجرایه ریاست سلاکار غازي نواز تڼي،امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت،د ملي امنیت رییس بریدجنرال برکت الله څمکني،د ولايتي شورا منشي نورشاه نوراني ، ګڼ شمېر دیني عالمانو،قومي مشرانو،مدني فعالانو،د رسنیو استازو او زیات شمېر ورزشکارانو ګډون درلود.
په سر کې د منډې سیالي ترسره شوه چې سلګونو ځوانانو په کې برخه لرله او د نورو سلګونو مینه والو له لوري د لاسونو په پړکه سره بدرګه کېدل.
له سیالۍ وروسته خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي وویل چې ورزش د روغتیایي ګټو ترڅنګ د ملي یووالي په ټينګښت او د امن په راوستو کې مهم رول لوبوي په همدې اساس یې دخوست ځوانان وستایل چې د وروزش په پواسطه یې د سولې،امن،یووالي او فکري رغونې په برخو کې مهم فعالیتونه ترسره کړي او ښه نتیجه لري.
ښاغلي حبیبي وویل افغانان په هره برخه کې ښه کادرونه لري او که چېرې دوی ته د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر زمینه برابره شي ،دوی کولای شي خپل هېواد او هېوادوالو ته په نړیواله کچه لومړی مقام راوړي.
ده د بېلګې په توګه د کرکټ ملي لوبډلې ستورو لوبغاړو ته په اشارې سره وویل دوی هغه اتلان دي چې د خپلو ورزشي فعالیتونو پواسطه یې د افغانستان ملي سرود او ملي بیرغ ټولې نړۍ ته ور وپېژند او نن د نړۍ په هرګوټ کې هرملت د افغانستان له نوم،هویت،بیرغ او ملي سرود سره له نږدې اشنايي لري.
خوست والي له ځوانانو وغوښتل چې د خپلو سپورتي فعالیتونو په ترڅ کې د نشه یي توکو په مخنیوي،د نظام د هر اړخیزه حمایت او په ځانګړي توګه د امن په ټينګښت کې د خپلو ملي امنتیي او دفاعي ځواکونو سره همکارۍ پراخې کړي ترڅو هېڅوک ونه توانیږي چې دخوست له ځوانانو او قومونو څخه د زده کړو،سپورتي لوبو،سوداګریزو چارو او نورو ټولنیزو کارونو د ترسره کولو خوشالۍ واخلي.ده ډاډ ورکړ چې ولایتي اداره به دتل په څېر د ورزش د غوړېدا او پياوړتیا په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي او پدغه برخه کې به د لازمو اسانتیاوې د منځته راتګ لپاره له هېڅ راز هلو ځلو درېغ ونه کړي.
د قومونو او قبایلو په چارو کې د افغانستان د اجرایه ریاست سلاکار غازي نواز تڼي په خپلو خبرو کې وویل چې دخوست ورزشي بهیر د امن د ټینګښت او د ځوانانو ترمنځ د مینې او نږدیوالي سبب ګرځېدلی، په همدې اساس یې په ځوانو ورزشکارانو غږ وکړ چې د ملي یووالي اصل ته په کتو سره خپلو سپورتي فعالیتونو ته ادامه ورکړي.
ده په خوست کې له اوسني امنیتي وضعیت هم ستاینه وکړه چې او ویې ویل دا د امن برکت دی چې نن دخوست په ولسوالیو کې زرګونه ځوانان راجمع کیږي او د ځغاستې لوبه ترسره کوي ، نوموړي پدې برخه کې دخوست ولایتي ادارې او ټولو ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې اوسرښندنې هم وستایلې چې د امینت د ټينګښت په برخه کې یې ترسره کړي دي.
وروسته د ځغاست لوبې دریو تنو ځوانانو ته چې لومړی ،دویم او دریم مقام یې ترلاسه کړی وو، د اړونده فدراسیون څخه په ترتیب شویو مډالونو ونازول شول ، همداشان خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي،د قومونو او قبایلو په چارو کې د اجرایه ریاست سلاکار غازي نواز تڼي ،امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت او د ملي امنیت رییس بریدجنرال برکت الله څمکنی ته د دوی د ښو او رغنده خدمتونو په ویاړ د سرو زرو مډالونه اهدا شول .
ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
۱۳۹۶-۱-۳