راشد خان غوره لیګ د کرکټ د ودې لپاره مهم بولي

تاند- د ګلبهار افغانستان کرکټ د غوره لیګ سیالیو په دوهمه نیمه پایلوبه کې تر ټولو ښه لوبه راشد خان وکړه.

ده په توپ اچونه کې د پکتیا پنیترز ۴ لوبغاړي وسوځول او په بیټنګ کې هم ۳۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د راشد او د ده د ټیم د نورو لوبغاړو ښه لوبه سبب شوه چې لوبډله یې پایلوبې ته ووځي.

کابل ځوانان به د یکشنبې په ورځ د بلخ لیجندز لوبډلې سره په پایلوبه کې مخامخ شي.

راشد خان د نیمه پایلوبې او د غوره لیګ سیالیو د اهمیت په اړه د تاند له خبریال فضل الرحیم رحیمي سره خبرې کوي.