شهزاد: د ماتې علت د فشار زیاتوالی و

تاند- د ګلبهار افغانستان کرکټ غوره لیګ دوهمه نیمه پایلوبه کابل ځوانانو په لوی توپیر له پکتیا پینترز څخه وګټله.

کابل ځوالنانو چې لوی هدف یعني ۱۹۳ منډې ټاکلې وې، د پکتیا پینترز لوبډلې پرانیستګر لوبغاړي تر فشار لاندې راوستل او یو په بل پسې ژر ژر وسوځېدل. شهزاد د نورو لوبو خلاف په دې یوه کې یوازې یوه منډه وکړه.

د دې ماتې د علت په اړه شارجه ته د تاند خبریال فضل الرحیم رحیمي د پکتیا پینترز له تکړه پرانیستګر لوبغاړي محمد شهزاد سره خبرې کړي: