د غوره لیګ غوره توپ وهونکي او توپ اچوونکي څوک دي؟

تاند- د افغانستان په (ګلبهار) غوره لیګ سیالیو کې تر دې دمه راشد خان هومره ښه باولینګ نه دی کړی چې تمه ورڅخه کېږي.

تر دې دمه تر ټولو زیاتې ویکټې د پکتیا پینټرز لوبغاړي اودانا او مجیب الرحمن اخیستي دي؛ په دې توپیر چې اودانا په ۵ سیالیو او ۵ پاڼیو کې ۱۲ اخیستي خو مجیب الرحمن په ۷ سیالیو او ۷ پاڼیو کې ۱۲ لوبغاړي سوځولي دي.

ورپسې ګلبدین نایب دی چې په ۶ سیالیو کې یې ۱۱ لوبغاړي سوځولي دي. سید شېرزاد په ۵ سیالیو کې ۱۰ لوبغاړي او بي سي جې کټینګ د ۷ سیالیو په۶ پاڼیو کې ۱۰ لوبغاړي سوځولي دي.

د ګلبهار افغانستان په غوره لیګ کې تراوسه پورې تر ټولو زیاتې منډې حضرت الله ځاځي کړي دي.

ځاځي په ۶ سیالیو کې ۲۷۱ منډې کړي چې په هره سیالۍ کې یې د منډو اوسط څه باندې ۴۵ دی.

محمد شهزاد په ۶ سیالیو کې په ۲۶۰ منډو دوهم دی. درې نور لوبغاړي چې زیاتې منډې یې کړي بهرني لوبغاړي (Antondevcich)، (Laurie Evans) او (Ryan Doeschate) دي.