آی سي سي د ښځينه کرکټ لوبډلې د نڅا ویډیو خپره کړه، جالب څه وو؟

ولید خپلواک

 د تایلنډ ښځینه کرکټ لوبډلې په استرالیا کې د آی سي سي ښځینه شل اوریز نړیوال جام کې ګډون کړې و، که څه هم دوی ونه توانېدل چې مخکې لاړ شي او سیالۍ وګټي، خو دوی د لوبې د بایللو وروسته ښه خوندوره نڅا وکړه چې دغه نڅا د کرکټ نړیوالې شورا (آی سي سي) په ټویټر کې خپره کړې وه چې ګڼ شمير د کرکټ لوبغاړو او د کرکټ مينوالو د خوښې وړ وګرځېده.

دې ټویټ ته هر چا په ریټویټ کې خپل نظر څرګند کړ. د ګڼو مينوالو په منځ کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان هم خپل نظر وښود او د یادې نڅا په اړه یې د کرکټ نړیوالې شورا ته په ریټویټ کې داسې ځواب ورکړ:

(( زه د تایلنډ لوبډلې د ډانس ځانکړی مینوال یم.))