کیري: ویاړم چې پونټينګ سره په څنګ کې کېنم

ولید خپلواک

 د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی الیکس کيري وایي، ډېر زیات خوشاله یم چې د لومړي ځل لپاره د هندوستان په کورني تجارتي آی پي ایل سیالیو کې لوبیږم.

نوموړی زیاتوي:

((زما لپاره دا د ویاړ خبره ده چې زه د ریکي پونټینګ سره په خوا کې کینم او د سپين باولینګ مشورې تري واخلم، که زه په دغه فصل کې ولوبیږم یا نه؟ خو دا به زما لپاره ډېره غټه خبره وي چې زه به د یو مسلکي رورزونکي په شتون کې هغه کمزوریانې ختمې کړم کومې چې اوس لرم.))

د ډهلي لوبډلې دغه بهترینه لوبغاړی زیاتوي:

(( زه شاید په پنځم یا شپږم مقام میدان ته راښکته شم، له ماسره ښه جوړه د توپ وهنې په برخه کې هندوستانی ریشپ پنټ دی، د هغه په شتون کې هر ډول لوبه په وروستي اورنو کې کیږي.))

د هند غوره لیګ سیالۍ چې ټاکل شوې وه، د مارچ په ۲۹ مه پېل شي، د کرونا وایروس د خپرېدا له امله ځنډېدلي دي.