الیکس کیري: له سږ آی پي ایل به ښې تجربې لاسته راوړم
ولید خپلواک
د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی الیکس کيري وایي، ډېر زیات خوشاله یم چې د لومړي ځل لپاره د هندوستان په کورني تجارتي آی پي ایل سیالیو کې لوبیږم.
نوموړی زیاتوي:
((زما لپاره دا د ویاړ خبره ده چې زه د ریکي پونټینګ سره په خوا کې کینم او د سپين باولینګ مشورې تري واخلم، که زه په دغه فصل کې ولوبیږم یا نه؟ خو دا به زما لپاره ډېره غټه خبره وي چې زه به د یو مسلکي رورزونکي په شتون کې هغه کمزوریانې ختمې کړم کومې چې اوس لرم.))
د ډهلي لوبډلې دغه بهترینه لوبغاړی زیاتوي:
(( زه شاید په پنځم یا شپږم مقام میدان ته راښکته شم، له ماسره ښه جوړه د توپ وهنې په برخه کې هندوستانی ریشپ پنټ دی، د هغه په شتون کې هر ډول لوبه په وروستي اورنو کې کیږي.))
د انډیا پریمیر لیګ سیالۍ د ۲۰۲۰ م کال د روانې مارچ میاشتې پر ۲۹ نېټه د ممبيي انډینز، او د چینا سوپر کینګز لوبډلو په لوبه سره پيلیږي.