ډي وېلییرز: غواړم نړېوال جام کې ولوبېږم
۳۵ کلن ډي وېلییرز وايي، غواړم نړیوال جام کې ولوبیږم. په ۲۰۱۸ کې د مې په ۲۳مه د سویلي افریقا پیاوړی وېکېټ ساتونکی توپ وهونکی ډي وېلییرز یوې نه اټکل کېدونکې پرېکړې سره له نړیوالو لوبو استعفا وکړه او لامل يي د کار زیاتوالی وښود. که څه تمه کېده چې نوموړی د نړیوالو یوې ورځنیو لوبو نړیوال جام کې به ولوبېږي او له هغې وروسته استعفا وکړي، خو ډي وېلییرز وویل چې خپل پرېکړه نه بدلوي او له کرېکټ لوبو استعفا کوي.
وروسته بیا نړیوال جام کې داسې راپورونه خپاره شول چې ډي وېلییرز غواړي د سویلي افریقا لپاره بېرته د لوبډلې برخه وگرځي، خو د نوموړي دغه غوښتنه د سویلي افریقا کرېکټ بورډ له لوري رد شوه. اوس یو ځل بیا ډي وېلییرز غواړي د سویلي افریقا د ملي لوبډلې برخه وگرځي، او په دې اړه يي د سویلي افریقا د کرېکټ بورډ لوړ پوړو چارواکو سره خبرې هم کړي. د سویلي افریقا لوبډلمشر فاف ډوپلېسېس هم ومنله چې ډي وېلییرز غواړي د شل اوریزو راتلونکی نړیوال جام کې ولوبېږي.
د یادونې وړ ده چې د سویلي افریقا نوی گومارل شوی مشر روزونکی مارک بوچر وویل چې هغه به ډي وېلییرز څخه وغواړي چې بېرته ملي لوبډلې ته ستون شي، خو ډوپلېسېس وویل چې دغه هڅې او خبرې له څو میاشتو راهیسې روانې دي. لوبډلمشر فاف ډوپلېسېس وویل: «شل اوریزې لوبې له نورو لوبو سره ډېر توپیر لري. ډي وېلییرز کولی شي شل اوریزو لوبو کې گډون سربېره ډېر وخت له خپلې کورنۍ سره تېر کړي. د شل اوریزو لوبو غورهوالی دا دی چې ژر پای ته رسېږي.»
سویلي افریقا راتلونکې کال د انگلینډ او استرالیا په وړاندې درې درې شل اوریزې لوبې لري. له هغې وروسته به دغه لوبډله د سیالیو لپاره وېسټ انډیز ته سفر وکړي او سویلي افریقا غواړي ډي وېلییرز له نړیوال جام څخه وړاندې څو شل اوریزې لوبې وکړي تر څو دغو مهمو سیالیو لپاره چمتو شي.