مارنوس لبوس شین له ګلیمورګن سره خپل قرارداد تر ۲۰۲۲ زیږدیز کال پورې وغځاوه

ولید (خپلواک)

 د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې نامتو کرکټر مارنوس لبوس شين خپل تړون له ګلیمورګن کلب سره تر ۲۰۲۲ م کاله پورې اوږد کړ. مارنوس به په روان کال کې د کرونا وایروس له امله په دې ونه توانیږي چې د یاد کلب سره سیالۍ ترسره کړي.

د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې مخکښ توپ وهونکې ویلي: ((زه ډېر زیات خوښ یم چې یو ځل بیا مې د خپل تړون نېټه ۲۰۲۲ زیږدیز کال ته وغځید، زه به د ویلز او ګليمورګن کلب لپاره ډېر ښه ولوبیږم.))

دی زیاتوي: ((زه پر دې کلب کې له زړه خوښ یم او مونږ د کرکټ په برخه کې پیاوړې توپ وهونکې او توپ اچونکې له ځانه سره لرو.))

 د ګلیمورګن کلب راییس مارک والیس د مارنوس لبوس شین په اړه ویلي:

(( زه پوهیدم چې هغه په ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې زمونږ لپاره نشي لوبیدلی، کوم څه ته چې کلب ضرورت لري نو مارنوس ورته ژمن دی، هغه د کرکټ سره مينه لري او په خپلې توپ وهنې تل کار کوي، نوموړی زموږ کلب ته په توپ وهنه کې مکمله انرژي ورکوي.))

یاده دې وي چې مارنوس لبوس شین د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې خورا ښه توپ وهونکی دی چې په ټيسټ او پنځوس اوریزه لوبه کې ځانګړی شهرت لري.