نن شنبه افغان فوټسال لوبډله د ایران پر وړاندې لوبیږي
افغان ښځينه فوټسال ملي لوبډلې په خپله لومړی لوبه کې ۳-۰ له قرغزستان ښځينه فوټسال ملي لوبډلې څخه ماته ومنله.
نن/شنبه/ د جنورۍ پر ۲۵مه نېټه به افغان فوټسال لوبډله د ایران پر وړاندې خپل بخت په دوهمه لوبه کې و ازمايي. دا د مرکزي اسیا د ۱۹ کلنو فوټسال سیالۍ دي.
وړمه ورځ ددې سیالېو په لړ کې دوې سیالۍ ترسره شوې، افغانستان پکې له قرغزستان څخه او تاجکستان بیا له ایران څخه ماته ومنله.
ایران ۱۵-۰ تاجکستان او قرغزستان ته ماته ورکړه.
شنبه ۲۵ جنوري، ایران – افغانستان
یکشنبه ۲۶ جنوري، افغانستان – ازبکستان
سه شنبه ۲۸ جنوري، افغانستان – تاجکستان
چهارشنبه ۲۹ جنوري، ترکمنستان – افغانستان
– بل لور ته د هسپانیا د حذفي جام د ۱/۸ پړاو پچه اچونه وشوه
په دې پړاو کې ریال ماډریډ د زاراګوزا پر وړاندې د زاراګوزا په لوبغالي کې او بارسلونا د لیګانیس پر وړاندې په نیو کمپ کي لوبیږي.
دغه لوبې راتلونکې اوونۍ ترسره کېږي، چې دقیقي نېټې او وختونه به یي وروسته مشخص شي.
او د ریال ماډریډ لوبغاړی جیسوس وایخو، چې دا مهال د انګلستان په ولورهمپټن کلب کي په قرضي توګه لوبید، خپل قرارداد یي لغوه اعلان کړ او په قرضي توګه د فصل تر پایه د ګراناډا سره یو ځای شو.