ساکرلینک: د ټانګوی انډومبلي او مورینیو ترمنځ اړېکې ښې نه دي

محمود خان منندوی

ساکرلینک: د ټانګوی انډومبلي او مورینیو ترمنځ اړېکې ښې نه دي او دغه لوبغاړی د جلا کېدو حالت ته نږدې شوی دی. منچسټر یونایټیډ، پاریس سېنټ جرمن او یوونټوس د هغه مشتریان دي.

 ریال د دې سربیره چي د ګول ښه چانسونه یي یو په بل پسي خطاء کړل، خو بیا یي هم خپل د حملې پخوانی سبک نه هیراوه!

 په دې سیالۍ کې وینیسیوس د ګول لګولو وروسته مخامخ رونالډو ته د هغه د خوشحالۍ ننداره وړاندې کړه!

ماریانو د تبدیلیدونکي لوبغاړي په توګه په ۲۱مه پیړۍ کې د الکلاسیکو تر ټولو تیز ګول ولګاوه.

 ماریانو چې کله لوبې ته داخل شو، تر ۵۰ ثانیې وروسته یي ګول ولګاوه.  دا د لالیګا روان فصل کي د ماریانو لومړۍ لوبه وه.

تر ۴۵ کلونو وروسته، د فصل دوو لوبو کې کلین شیټ!

 کورټوا تر میګویل انخل (۱۹۷۴/۷۵ فصل) وروسته د ریال ماډریډ د تاریخ لومړی ګول ساتوونکی شو، چې د لیګ په تګ او راتک لوبه کې یي د بارسلونا پر وړاندې کلین شیټ وکړ!