مورینیو: هوګو لوریس د نړۍ غوره ګول ساتونکی دی

محمود خان منندوی

تر اوږدې مودې وروسته یو ځل بیا د ټاټنهام ګول ساتوونکي هوګو لوریس د فوټبال سیالۍ پېل کړې، مورینیو د هغه په اړه وویل:

((د نړۍ د غوره ګول ساتوونکو له ډلې څخه د هوګو لوریس بیا رغېدنه زما له پاره تر ټولو ښه خبر دی او خوښ یم چې نوموړی یو ځل بیا د فوټبال نړۍ ته راستون شوی. د هوګو راتګ د دې سبب شو چې خپل ګول ساتوونکی ګازانیکا د ۱۱ کسیزه ترکیب څخه وباسم.))

هوګو لوریس د فوټبال په نړۍ کې غوره او نامتو ځکه دی چې د نړۍ د نامتو فوټبالرانو د ګول وهلو مخه نیسي.

هوګو لیوریس د فرانسې فوټبال لوبډلې پیاوړی لوبغاړی بلل کیږي چې ۳۳ کاله عمر لري. نوموړی ۱.۸۸ سانتي متره د قد لوړوالی لري.

په ورته وخت کې بیا د ۲۰۲۰ م یورو کپ ته د نږدې کېدو پر مهال د انګلستان د ملي لوبډلې مهم لوبغاړي دا مهال سخت ټپيان دي او د ځینو لوبیدل آن په شک کې هم دي.