بنفشه فیضي: ټول ورزشکاران دې د عامې روغتیا وزارت روغتیايي لارښوونې په پاکې ونیسي

د دغې کمېټې ویانده بنفشه فیضي وایي: ((د عامې روغتیا وزارت د سپارښتو پر بنسټ ټول ورزشکاران اړ دي چې د ورزش په جریان کې صحي سپارښتنې په بام کې ونیسي.))

اغلې فیضي زیاته کړه چې د کرونا ویروس له امله د لږېدلي ګرځبندیز له امله ټول لوبغاړي له کورنیو او نړیوالو لوبو پاتې شوی.  هغې زیاته کړه چې د المپیک کمېته هڅه کوي ترڅو دا تشه په راتلونکو میاشتو کې بېرته ډکه کړي. په عین حال کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون په دغه هېواد کې د ښځو د فوټپال د لیګ د پیلېدو خبر ورکړی دی. همداشان د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د کرکټ د شپږیزې لیګ اوم پړاو سیالۍ د راتلونکې شنبې په ورځ پیلېږي.

شپږ میاشتې مخکې کله چې افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبتې شوې ټول ورزشي فعالیتونه د یاد ویروس د لا خورېدو د مخنیوي لپاره وځنډول شول.

تر دې دمه ټول افغانستان کې تر اوسه ۳۸۲۳۳ مثتبې پېښې ثبتې شوي دي چې ۱۴۰۹ تنه یې له امله مړه او ۲۹۳۵۱ تنه ترې روغ شوي دي.