دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+تر ذهن مخکې شه- اتم لوست| جنرال وزیري

تر ذهن مخکې شه- اتم لوست| جنرال وزیري

لیکوالان: د ماتيو مککي او کاټرین ستکر
د ښاغلي صالح محمد صالح پښتو ژباړه

خپل سوچونه مثبت خوا ته واړوئ:
ډير به مو ليدلي وي چې ځينې انسانان د هر چا او هر څه په هکله قضاوت کوي. تل نور په نښه کوي او په دې سره په حق او ناحق د خپل زړه بړاس باسي. وايي:

«چې نه کار هلته څه کار او یا، چی نه کار په هغه څه کار.»

تر ټولو ښه لاره ده چې په نورو د قضاوت مخکې او د نورو د نښه کولو پر ځای لومړی پر ځان د قضاوت کولو او د خپل ځان په نښه کولو هنر زده کړو، ځکه څومره چې موږ د نورو پر لوري نښه نیسو، ښايي په هغه اندازه دوی زیات زموږ په لوري را ستانه شي او نښه ونیسي.
وايي:

که ګدا د بل په غولي غرض نه کا
سپی به نه کا په ګدا باندې غرض

او یا داچې:
د بل چا دروازه په سوک مه وهه تر څو ستا دروازه په لغت ونه وهي.
موږ باید دومره د ذهني پوهاوي قابلیت پر ځان کې وروزو چې د نورو پر بې ځایه قضاوتونو ځان بوخت نه کړو او د بی ځايه قضاوتونو د توپان پر وخت د ځان د ژغورلو لارې چارې په اسانه توګه خپلې کړو.
ځينې داسې سوچونه وي چې موږ بيروي او زموږ ذهن دومره بوختوي، چې موږ يې په مقابل کې خپل ځان ډير کوچنی ګورو. له داسې سوچونو څخه د ځان ژغورلو اسانه لاره دا ده چې موږ د هر هغه سوچ چې موږ بيروي، ټول ابعاد، ژوروالی، مثبت او منفي خواوې وڅيړو او ژر يې په هکله د ایسته غورځولو پریکړه وکړو.
ځینې سوچونه داسې درانده او زورور وي چې کولاي شي زموږ په ذهنونو کې غوغا جوړه کړي. لکه هغه زما په کیسه کې نه دی. يا زه بدرنګه يم ځکه د چا نه خوښیږم. دا ډول سوچونه کولای شي موږ د پښو لاندې دل کړي.

دې ډول سوچونو ته اروا پوهان اتومات سوچونه وايي، ځکه دا ډول سوچونه د ویرې، خجالت او ماتې اثرات زموږ په ذهن کې پریږدي. له دې ډول سوچونو څخه د ځان ژغورلو اسانه طریقه داده چې دا سوچونه ریشخند کړو، ملنډې پری ووهو او څو څو ځله يې تکرار کړو.

تر څو زموږ ذهن ور سره عادي شي او بیا يې هيڅ وخت جدي ونه نیسي، ځکه په دغه صورت کې دا ډول سوچونه خپل اهمیت له لاسه ورکوي او یواځي په الفاطو بدلیږي. کله چې په دې ډول سوچونو ملنډې پيل او څو څو ځلې يې تکرار کړو، داسې کیږي لکه د تلویزیون تکراري اعلان چی ورو ورو خپل اهمیت له لاسه ورکوي او څوک باور ورباندې نه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب