پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهزلمی خلیلزاد: د مصالحې عالي شورا د واک د وېش لپاره با...

زلمی خلیلزاد: د مصالحې عالي شورا د واک د وېش لپاره با صلاحیت بنسټ دی

تاند(یکشنبه، د قوس ۱۷) د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي د ملي مصالحې عالي شورا د واک د وېش او دایمي اوربند لپاره یو با صلاحیته بنسټ دی.

نوموړي په تازه ټوېټ پیغامونو کې د ملي مصالحې عالي شورا د لومړۍ غونډې هرکلی کړی دی او هغه یې د ستونزو د حل لپاره خورا مهمه بللې ده.

د هغه په خبره دغه شورا له طالبانو سره د سولې، د واک د وېش او دایمي اوربند لپاره یو با صلاحیت بنسټ دی.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې وروستي پرمختګونه خورا مهم او هیله بښونکي دي.

د خلیلزاد په وینا طالبان او افغان حکومت پر تګلاره هوکړې ته رسېدلي دي او اوس یې دا دي پر اجنډا هم بحثونه پيل کړي دي.

هغه یو ځل بیا ټینګار کړی چې افغانان سوله غواړي او روان پرمختګونه ښيي چې افغانان به ډېر ژر سره یو ځای شي او دلته به اوسنۍ اوږده او خونړۍ جګړه پای ته ورسېږي.

2 COMMENTS

  1. خلیل زاد سمه خبره کړې ده.

    محمد اشرف غنی او ورسره مل ټامیانو و قدرت ساتلو ته په ګنډه پیاز منډلی.

    خپل اولادونه یې په امریکا، سویډن، لندن او جرمني کې مزې کوې، د سل ډالرو په مقابل کې د وطن بچیان په طالب و ژني، بیا یې نوم کیږدې قهرمان.

    د شهید ښځه یا خوندي یې بیا دفتر په د فتر ګرزی چې تقاعد یې و اخلي، هلته بیا ځینی حکومتی بې ناموسان د جنسي اړیکی تقاضا ور څخه و کوی
    نور جګړه بس ده
    زموږ سوله پکار ده
    که با عزته وي او د غنی خیلو په وینا یا بې عزته
    سوله سوله ده
    بې عزتی نه لری

    مرګ به کورونا و دشمنان صلح

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...