شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهطالبان: امریکا دې زموږ پاتې بندیان آزاد او نومونه دې له...

طالبان: امریکا دې زموږ پاتې بندیان آزاد او نومونه دې له تور لیست وباسي

تاند(یکشنبه، د قوس ۱۷) طالبانو له امریکا څخه، له تور لېست د خپلو مشرانو د ایستلو او پاتې زندانیانو د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم په تازه څرګندونو کې ویلي چې د طالبانو سیاسي مرستیال ملا برادر او دغه راز د طالبانو د مذاکراتي ټیم مشر مولوي عبدالحکیم د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.

دواړو لورو په دوحه کې سره لیدلي او د سولې پر وروستیو پرمختګونو یې خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې طالب لوري ټينګار کړی چې ددوی پاتې بندیان باید خوشي کړل شي او دغه راز دې له تور لېست هم ددوی د مشرانو نومونه و ایستل شي.

ډاکټر نعیم وایي په دې لیدنه کې همدا راز د وروستيو پرمختګونو، دوحې د هوکړې او بین الافغاني مذاکراتو پر اجنډا هم خبرې شوې دي.

زلمي خلیلزاد تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

طالبان داسې مهال د پاتې بندیانو د خوشي کولو غوښتنه کوي چې افغان حکومت تر هر څه وړاندې د اوربند غوښتونکی دی او تر هغه وروسته د نورو مسایلو پر سر بحث ته تیاری ښيي.

شاو خوا دوه میاشتې وړاندې په قطر کې د سولې بین الافغاني مذاکرات پیل شول چې تر اوسه کومې نتیجې ته رسیدلې نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب