شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهمحب: د افغانستان په راتلونکي نظام کې به د طالبانو په ګډون...

محب: د افغانستان په راتلونکي نظام کې به د طالبانو په ګډون ټولې خواوې شاملې وي

تاند (یکشنبه د قوس ۱۶) د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، دوی داسې سیاسي نظام رامنځ ته کوي چې د طالبانو په ګډون ټولې خواوې په کې شاملې وي.

ښاغلي محب دغه څرګندونې پرون شنبه ماښام د منځني ختیځ د ستونزو حل په نوم کنفرانس کې چې بحرین کې جوړ شوی و کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، له نوي نظام سره به داسې افغانستان رامنځ ته شي، چې له ځان او ګاونډیو سره سوله کې وي.

دده په خبره له طالبانو سره د افغان حکومت د خبرو موخه دغه ډله په نظام کې شاملول او داسې سیاسي جوړجاړی چې افغانستان پکې سولې ته ورسېږي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار په وینا چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی او سره له دې چې طالبانو په ځلونو خپلې ژمنې ماتې کړې دي خو افغان لوری بیا هم ددې پلوی دی چې مذاکرات یوې پایلې ته ورسېږي.

که څه هم محب د نوي جوېدونکي نظام په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو تر دې وړاندې طالبانو د یوه «سوچه اسلامي نظام» او افغان حکومت په جمهوري نظام ټینګار کړی دی.

حمدالله محب په داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تازه په دوحه کې د حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ د سولې خبرې یو ځل بیا خوځېدلي او شنبه ماښام ګډو کاري کمېټو خپله لومړۍ ناسته کړې او دواړو خواوو د دا ډول جلسو په دوام ټینګار کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب