شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد سره صلیب نړیواله کمېټه افغانستان لپاره بودیجه کموي

د سره صلیب نړیواله کمېټه افغانستان لپاره بودیجه کموي

تاند (یکشنبه د قوس ۱۶) د سره صلیب نړیوالې کمېټې د افغانستان او عراق لپاره د بودیجې د کمیدو خبر ورکړی دی.

د یادې کمېټې مشر پيټر ماور تېره ورځ په بحرین کې د ستراتېژیکو مطالعاتو موسسې کلنۍ ناسته کې ویلي چې د سره صلیب عملیاتي کارونه د کورونا ویروس د خپریدو له وجې په افغانستان او عراق کې د بودیجې له کړکیچ سره مخامخ دي.

ښاغلي پيټر په افغانستان او عراق کې په داسې حال کې د مرستو د کمېدو خبر ورکړی چې په دغو هېوادونو کې بشري مرستو ته له بل هره وخت ډېره اړتیا لیدل کېږي.

دغې کمیټې ویلي د دې لپاره چې ۲۰۲۱ کال کې په جګړه ځپلو سیمو کې د خلکو لاسنیوی وکړي، ۲.۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

سور صلیب په افغانستان کې د مرستو د دوام لپاره ۸۸.۵ میلیون او په عراق کې ۱۲۳.۸ میلیون ډالرو ته اړتیا لري، څو خپلې مرستې جاري وساتي.

د کورونا د دویمې څپې خپرېدل، بې کاري او ورځ تر بلې په افغانستان کې د جکړې زیاتوالی هغه څه دي چې افغانان یې زیات اندېښمن کړي دي.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې روغتیايي چارواکو د کورونا د دویمې څپې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې ښايي تر لومړۍ هغې ډېره خطرناکه او زیاته قرباني واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب