شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهامريکا يوځل بيا افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې

امريکا يوځل بيا افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې

تاند ( یک شنبه، د قوس ۱۶) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو یو ځل بیا ټینګار کړی چې افغان جګړه باید د خبرو له لارې پای ته ورسېږي.

پومپيو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته په یوه استولي پیغام کې ویلي چې امریکا له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکې ده او تمه لري چې په دغه هېواد کې روانه جګړه ژر تر ژره ختمه کړل شي.

د نوموړي په خبره امریکا د افغانستان تر څنګ ولاړه ده او د افغانستان د جګړې پای ته رسول او سوله راوستل د ټولو ګډ مسوولیت دی.

هغه هیله څرګنده کړې چې افغان حکومت او طالبان په خپلو کې تاوتریخوالی سره کم کړي.

پومپيو تېره ورځ هم د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه غندلې وه او روان تاوتریخوالی یې د سولې په زیان بللی وو.

نوموړي د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاویو ته ویلي وو چې، که د مذاکراتو پر مهال تاوتریخوالی روان وي او پای ته ونه رسېږي د سولې خبرې به کومه پايله ونه لري او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی هېچا ته د منلو وړ نه دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هیله ښودلې چې د مذاکراتو لوري به د اوربند په ګډون پر مهمو مسایلو خبرې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب