جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد بدخشان ترافیکي پېښې ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د بدخشان ترافیکي پېښې ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند ( یکشنبه، د سرطان ۲۴ مه) د بدخشان لپاره د طالبانو چارواکو د دغه ولایت په کشم ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله  ۱۶ کسانو ته د مرګژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی.

په دې ولایت کې د طالبانو یوه ویاند احسان الله کامګار ویلي، چې د یاد ولایت په کشم ولسوالۍ کې د یوه پیکپ ډوله موټر د چپه کېدو په پېښه کې ۳ تنه مړه او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د پېښې ټپیان د یاد ولایت روغتیایي مرکز ته استول شوي.

پرون بغلان کې د دوو ترافیکي پېښو له امله د ۱۲ تنو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...