پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپښتین پاکستان ته؛ خپله خاوره نه در پریږدو، د پښتنو تګ...

پښتین پاکستان ته؛ خپله خاوره نه در پریږدو، د پښتنو تګ درسره نه کیږي

تاند ( یکشنبه، د سرطان ۲۴ مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین په یوه تازه وینا کې پاکستاني چارواکو ته په خطاب کې ویلي، چې نور د پښتنو تګ ورسره نه کیږي.

نوموړي دا هم ویلي، چې پښتانه د پاکستان له اوسنیو سیاستونو سره نور دغه هېواد سره تګ نه شي کولای.

ښاغلي پښتین د خپلو خبرو په یوه برخه کې ویلي: زه د پاکستان ریاست چارواکو ته هم وایم، داسې ښکاري چې زموږ او تاسو نوره ونه‌شوه، داسې ښکاري، نور دغه حالات چې تاسو جوړوئ پښتانه نور له تاسو سره په دې شرایطو تګ نه‌شي کولای.»

نوموړی پښتنو ته په خطاب کې وایي: «حوصلې به نه‌بایلئ، همت به نه‌بایلئ، سل زره سرونه قربان وو؛ خو دا وطن ورته نه‌پرېږدو، دا خپله خاوره ورته نه‌پرېږدو.»

پښتین همدا شان د اکتور په یوولسمه د پښتنو د قومي عدالت جرګې د بللو اعلان کړی او ویلي، چې د پښتنو لږ ترلږه ۴۰ زره استازي به پکې د پاکستان د سیاستونو او خپل وضعیت په اړه خپلې پرېکړې کوي.

هغه په یوه وینا کې پاکستان ته ویلي، چې پر پښتنو یې شل ګوزاره کړي، خو دا ځل به پښتانه منسجم او داسې یو ګوزار وکړي، چې د پښتنو تاریخ او برم به ور په یاد کړي.

پاکستاني رسنیو د منظور پښتین پر دغې وینا هم د تل په شان بندیز لګولی او هم یې د ګیله من وزیر د شهادت اړوند ټول خبرونه او اعتراضات نه دي رسنیز کړي.

2 COMMENTS

  1. پنجاب له ځان سره بل څوک زغملی نه شي، نو ولې ورسره تګ وشي او تګلاره بېلول ترې نوره د وخت اړينه اړتيا ده.

  2. THIS LAND NEED AZADI.
    AFGHAN PUKHTOON LAND NEED INQILAB.
    BUT WEE NEED TO BECOME UNITED
    PUKHTOONS MUST BECOME SMART. DONOT KILL EACH OTHER,WE HAVE ONE GENRAL ENEMY PUNJAAB
    ZENDAH BAAD UNITED PUKHTOON
    LAR AW BAR

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب