Homeخبرونهکابل کې د محرم مراسمو پر نمانځونکو د پاکستاني داعشیانو د برید...

کابل کې د محرم مراسمو پر نمانځونکو د پاکستاني داعشیانو د برید شنډیدو ادعا

تاند ( یکشنبه، د سرطان ۲۴ مه) د طالبانو المرصاد رسنۍ ادعا کړې، چې کابل کې یې د هغو داعشي بریدګرو یوه ډله نیولې، چې غوښتل یې د شیعه محرم نمانځونکو خلاف بریدونه وکړي.

سرچینې ویلي، چې دغه کسان د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د عملیاتو پر مهال له وسلو او چاودیدونکو توکیو سره نیول شوي.

په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

المرصاد د طالبانو استخباراتو ته منسوبه رسنۍ ده، چې ځینې وخت یې داسې خبرونه د شک وړ او تبلیغاتي هم ګڼل کیږي.

دغه رسنۍ عمدتاً د داعش ډلې خلاف خپرونې کوي او پاکستان له دغې ډلې څخه په ملاتړ تورنوي.

ځینې څارونکي دا واقعیت هم ګڼي، چې پاکستان په افغانستان کې د داعش په نوم د بریدونو تر شا لاس لري.

طالبانو تر دې مخکې د خپلو یو شمېر ویاندویانو له ادرسه هم پاکستان د اعش ډلې په نوم د بریدونو تر شا په ښکېلتیا تورن کړی.

1 COMMENT

  1. داعش یوه دی خوارجو له دلو څخه یوه ډله دي چې، د خامنه یې په مستقیم هدایت د سپاه پاسدارانو په لاس رامنځ ته سوه. هدف یې غربي نړۍ ته د مسلمانانو یعني سنیانو بدنامول وو. شیطان صفته اخوندان په خپل دې کار کې تر یو ځایه بریالي هم دئ. په روافضو بریدونه دی همدې کمپاین یوه برخه دئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...